د طالبانو د بريدونو زياتوالی، د سولې بهير ته د خطر تازه زنګ


په وروستيو څو اونيو کې د وسله والو طالبانو له لوري د تاوتريخوالي له زياتېدو وروسته د سولې بهير د ګډوډېدو وېره رامنځته شوې.

د کړکيچ نړيوالې ډلې ويلي، د سولې بهیر په بشپړ ډول د ځنډېدو او یا ماتېدو له ګواښ سره مخ دی او دا وېره موجوده ده چې ښایي د وخت په تېرېدو د دواړو لوریو اراده هم ضعیفه شي.

طالبانو په تېرو څو ورځو کې، د هېواد په بيلابيلو سيمو کې لوی او واړه بريدونه وکړل، چې په مقابل کې يې افغان حکومت هم غبرګون ښودلی او په دغې ډلې يې بريدونه کړي.

تازه د هېواد لوی درستیز، جنرال یاسین ضیاء طالبانو ته په خطاب کې ويلي، چې که د سولې لاره غوره کړي؛ نو په تودې غېږې او که د جګړې لار خپله کړي، نو په تودو ګولیو به یې هرکلی وکړي.

د چارو شنونکي وايي، چې طالبان د سولې بهير ته ژمن نه دي او د سولې له تړون وروسته يې په افغانستان کې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې تاوتريخوالی څو چنده زيات کړی.

د ليکوال او شنوونکي مجيد قرار په وينا (طالب سوله نه غواړي، دوی همېشه په افغانستان کې پردۍ پروژې پر مخ وړي او  افغانان يې وژلي دي. که دوی سوله غوښتله د امريکا پر ځای به يې له افغان حکومت سره اوربند کړی وی، دوی کافر سره اوربند وکړ او مسلمانان هره ورځ وژني. حکومت ته پکار ده، چې د سولې په پروسه کې له پوره احتياط څخه کار واخلي.))

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي  استازي، زلمي خلیلزاد هم د پنجشنبې په ورځ ويلي، چې امریکا افغانستان کې د طالبانو وروستیو بریدونو په تړاو چې ډېرو کسانو یې په ترڅ کې ژوند وبایلود، خواشیني څرګندوي.

خلیلزاد وايي چې افغانان ژر تر ژره د سولې خبرو پیلېدل غواړي، د هغه په وینا ځکه جګړه کې مرګ ژوبله د خبرو په ګټه نه ده.

حکومت تر اوسه د طالبانو شاخوا ۴۴۰۰ بندیان خوشې کړي او له طالبانو يې غوښتي، چې د پاتې ۶۰۰ کسانو بدیل لیست ورکړی؛ ځکه د حکومت په وينا، چې د طالبانو دغه ۶۰۰ کسان ډېری د پاکستان او یو شمېر نورو بهرنیو هېوادونو اتباع دی، چې په لویو تروريستي بریدونو کې لاس لري؛ خو طالبان د همدغه کسانو په خوشې کولو ټينګار کوي او وايي، تر هغې چې خوشې نه شي، نه به تاوتریخوالی کم کړی او نه به بين الافغانی مذاکراتو ته حاضر شي.

  • 02 زمری 1399